سیاسي لېکنې

د رسنیو نشرات باید بې پری، رښتیني او مستقلې وي ، نه د پردو په اشارو!

لیکوال او ژورنالیست: ر، ف ملاخیل

په ټوله نړۍ کې ډیری رسنۍ خپل بې پریتوب ساتي او تل رښتیا وایي، رشتیاو پسې ګرځي او رښتیا راسپړي.
خو افغانستان بیا هغه هیواد دی ، نه یوازې دا چې د رسنیو پېر او پلور یې کیږي، بلکه ژورنالیستان یې هم پلورل کیږي، خو فکر کوم چې مسلمان باید هیڅ وخت ونه پلورل شي او د مسلمان وینا او عمل باید له نورو انسانانو (غیرې مسلم) سره جلا والی ولري دا ځکه چې، الله ج مونږ ته تل په رښتیا ویلو مکلف کړي یو تر څو د نورو انسانانو (غیرې مسلم)سره د مسلمان توپیر وشي .
درواغ یو له اخلاقي غلطو کارونو څخه شمېرل کیږي . په قران او اسلامي دودونو کې دروغ لویه ګناه ده چې الله ج سخته منع ترې کړې ده.
دا چې اوس تاسو درنو هیوادوالو ته جوته ده چې د امریکایانو د وتو اوازې خپرې شوي او د نړۍ له ګوډ ګوډ څخه داسې راپورونه ورکول کیږي چې د امریکانو له وتو سره به څه کیږي، د کابل د ادارې پوځیان به د اسلامي امارت د مجاهدینو سره مقاومت وکړای شي او که نه؟
ددې تر څنګ اوس د کابل د ادارې د دفاع وزارت ویاند احمدزي او ځینو بهرنیو او داخلي اجیرو رسنیو د هلمند، بغلان او لغمان له ولایتونو نه داسې راپورونه ورکړي، چې ګوندې د اسلامي امارت په لیکو کې عرب مجاهدین جنګیږي او د جګړې په لومړۍ کرښه کې وژل شوي، خو دا ادعاوې یې ټولې بې بنسټه دي، کنه د یو شهید شوي عرب مجاهد جسد دې د رسنیو له لاري وښایي تر څو ددوې دا کاذبه او پوچه ادعا رشتینې ثابت شي.
ځینو تلویزیوني شبکې غیرې حقیقي راپورونه ورکوي چې ګوندې اوس مهال طالبان دا توانایي نلري چې له اجیرې اردو سره وجنګیږي ، خو دا یې له یاده وتي چې افغانان دوی هم پیژني او طالبان هم، ددې تر څنګ ستاسو بادار یې هم ښه پیژني، ځکه دا شل کاله یې ورسره جګړه کړی او د جګړې له ډګر نه یې جاج اخیستی دی.
که اجیرې رسنۍ درواغ نه وایي بیا خو دې د القاعده او عرب مجاهدینو جسدونه رسنیو ته وښایي ، خودا اجیرې رسنۍ د دښمن په اشاره تل یو اړخیز نشرات کوي، تر څو نړیوالو ته طالبان د دوحې د تړون سرغړونکي ور وپیژني او د امریکایانو لپاره د بیا پاتې کیدو زمینه برابره کړي.

دا هم ولولئ  امریکا په افغانستان کې څه ډول نظام غواړي؟

د اسلامي امارت ویاند ښاغلپ مجاهد خبرداری ورکړی،” که رسنۍ او خبریالان خپله بې طرفي و نه ساتي، د راتلونکو اقداماتو مسؤلیت به د رسنیو او د رسنیو د کارکوونکو پر غاړه وي.”
د کابل اداره باید پدې وپوهیږي چې د اسلامي امارت استخباراتي شبکه دوی د خپلو کورو نه نیولی ان تر دفتر او ناستو پاستو تر ځایونو څاري د ټولو رسنیو نشرات، سوتپ او تصویري لولي، اورې او وینې او ددوی د پروپاګند او یو لوریزو نشراتو مشاهده کوي او پدې پوهیږي چې د دغو نشراتو تر شا د ‎کابل د ادارې د استخباراتو لاس دی.
ښاغلی مجاهد زیاتوي چې داخلي او بهرنۍ رسنۍ او ‎خبریالان باید له زیرکتیا کار واخلي او خپله بې طرفي حفظ کړي او د هیواد په دې حساسو شرائطو کې د کابل ادارې د پروپاګند وسیله نه ګرځي.
دا چې اوسمهال د هلمند، بغلان او لغمان له ولایتونو څخه د فتحو راپورونه ورکول کیږی او الحمدلله د فتحې پسې فتحې روانې دي ، کابل اداره د وارخطایۍ سره مخامخ ده تر څو د خپلو اجیرو عسکرو مورال اوچت کاندي، خو په دې خبر ندي چې داسلامي امارت مجاهدین تل له اسلامي سلوک نه کار اخلي ، د عسکرو د تسلمیدو پر مهال بیرته خپلو کورونو ته لیږي او توصیه ورته کوي چې نور دې ملکي ژوند اختیار کړي او د پوځیانو له لیکو دې ځانونه وساتي.
د امریکایانو، غربیانو او لاسپوسو لپاره دا فتحې د زغملو ندي ، ځکه خو یې اوس د مخامخو جګړو تر څنګ تبلیغاتي جګړو ته زور ورکړی تر څو طالبان د روانو حالاتو خرابوونکي او د دوحې د تړون ماتوونکي وښایي او ځانونه سپین کړي، خو نور غولولو ته حاجت نشته افغانان نور څوک غولولی نشي.

دا هم ولولئ  امریکا په افغانستان کې څه ډول نظام غواړي؟


زموږ په ویب پاڼه کې هره خپریدونکې لیکنه د لیکوال خپل نظر او تحلیل ده د ادارې توافق ورسره شرط نده
Close