سیاسي لېکنې

نعمت روان باید وژل شوی وای

لیکوال: رښتین خوږیاڼی

تر اوسه نده معلومه چې نعمت روان چا وواژه او ولې یې وواژه، خو د طلوع تلویزیون دغه پخوانی خبریال باید وژل شوی وای. د یو ښکېلاک پر وړاندې چې مبارزه کېږي، نو د هغه پر وړاندې مبارزه هر اړخیزه او پراخه وي، نه محدوده او تنګه. ښکېلاکونه هلته راپرځول کېږي، چې خوله یې وربنده شي او تَنه یې ووهل شي، خو دا چې تَنه یې وهو او خوله یې خلاصه پرېږدو، نو بویه که دا مبارزه بریالۍ کړو.
رسول الله صلی الله علیه وسلم، چې کله مکه فتحه کړه، نو د مکې ټولو مشرکینو ته یې بخښنه وکړه، خو یوازې هغه کسان یې له خپلې بخښې مستثنا کړل، چې د مشرکینو ژبه ګڼل کېدل او د رسول الله صلی علیه وسلم تګلاره یې غندله او نامشروع یې بلله. دېته په کتو باید روان وژل شوی وای او باید لا مخکې وژل شوی وای. روان کوم بې طرفه سړی نه و، بلکې پر همغه لاره روان و، چې د مکې مشرکینو په کار اچولې وه؛ کټ مټ د ښکېلاک ژبه و. د مکې مشرکینو که د رسول الله صلی الله علیه وسلم تګلاره غندله، نو روان هم د روانې مبارزې تګلاره وحشت او تشدد باله، که د مکې مشرکینو د رسول الله صلی الله علیه وسلم لاره نامشروع بلله، نو روان هم د امریکا او د امریکا د ګوډاګي حکومت پر وړاندې د اسلامپالو روانه مبارزه نامشروع بلله او غندله یې. روان لکه د مکي د مشرکینو د نیوکه کوونکو او منفي تبلیغ کوونکو په څېر هغه ژبه وه، چې د اسلامپالو مبارزینو په تېرو نېږدې شلو کلونو کې په لسګونه زره قربان شویو ځوانیو پورې یې په کټ کټ خندل.
د روان فکر او تګلاره د ښکېلاک په خدمت کې هغه وخت هم وو، چې دی د طلوع تلویزیون خبریال و او هغه وخت هم، چې د مالیې وزارت د مطبوعاتي آمر په توګه په دنده و او ووژل شو. روان کوم اسلامپال نه و، چې اوښکې پرې وڅڅوو، بلکې روان د اسلامي افکارو او تګلارو مخالف کرکټر و او دغه رول یې په پوره خلوص ترسره کاوه. که ووایو، چې خبریال ته دې حوصله وشي او نه دې وژل کېږي، نو سمه ده دا به د یو مصلحت له مخې بولو، خو روان اوس د خبریال په توګه دنده نه ترسره کوله، بلکې اوس د حکومت د تشکیل په جوړښت کې یوه پُرزه ګرځېدلې وه او د مالیې په وزارت کې یې د مطبوعاتي آمر په توګه مهمه دنده ترسره کوله، نو اوس لکه څنګه چې د حکومت یو پوځي په نښه کېږي؛ همداسې روان هم باید په نښه شي، ځکه دواړه د یو حکومت غړي وو، له یو ځایه یې معاش خوړ او د یو حکومت د بقا لپاره یې د خپل تن خوَله قرباني کوله. څه وشوو، چې د یو پوځي په څېر د روان وینه هم د حکومت د پایښت لپاره توی شوه. که پوځي او پولیس وژل کېږي، نو روان دې لس واره ووژل شي، ځکه د پوځي دنده یوازې د یوې پوستې، د یو کس او د یوې لارې ساتل دي، خو د روان دنده د افغان مسلمان ولس د افکارو ګډ وډول او د حکومت ملاتړ ته یې رابلل وو، چې دا دنده په کراتو کراتو د یو پوځي او پولیس له دندې ګواښمنه ده.
نعمت روان په طلوع تلویزیون کې هم کومه داسې اسلامي څېره نه وه، چې په صورت او سیرت یې هندوان مسلمانان شوي وي، بلکې هلته یې هم تل د اشغال د خولې خبرې بدرګه کولې او د مبارزیو پر خوبیو یې خاورې اړولې. په مبارزینو کې خامخا ولسي رنګ غالب وي، چې له همدې امله خامخا یوه نیمه تېروتنه په کې لیدل کېږي، خو روان هغه ډولچي و، چې دغه تېروتنه به په ګوتو ورغله، نو بیا به یې ګونګرو په کې اچولی و او تر هغو به یې دا مټۍ شاربله، ترڅو چې به یې ښه کوچ ترې نه وو ایستلي.
دغسې یو سړی، چې د ښکېلاک ډول ته څڼې غورځوي او د برحقه اسلامپالو مبارزینو حقه داعیه ناسمه بولي، نو وژنه یې یو اسلامي او ملي مسوولیت و، دی او وي به.

دا هم ولولئ  امریکا په افغانستان کې څه ډول نظام غواړي؟


زموږ په ویب پاڼه کې هره خپریدونکې لیکنه د لیکوال خپل نظر او تحلیل ده د ادارې توافق ورسره شرط نده
Close