سیاسي لېکنې

د خبریال پوښتنه او د محب بې ربطه ځواب

عبدالباري ستایلی
د اشرف غني د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د څو نورو ارګانونو له چارواکو سره خبري ناستې ته خبرې کولې او بیا د خبریالانو نوبت شو. یو خبریال د اشرف غني د ملي امنیت له سلاکاره وپوښتل، چې طالبان ایتلافي حکومت نه غواړي او له ایتلافي حکومت سره مخالفت ښيي؛ تاسې په دې اړه څه وایئ؟ زما غوږونه بوڅ شول، چې خبریال ډېره مهمه پوښتنه وکړه او د یو حکومت د ملي امنیت د سلاکار په توګه به اوس حمدالله محب په دې اړه کافي سیاسي وغږېږي، خو محب چې خوله خلاصه کړه؛ وې طالبان په مسجدونو کې بمونه خلاصوي، ملکیان وژني او داسې نورې بابولالې…. زه هک پک شوم، چې خبریال څه وپوښتل او ده ورته څه وویل. د یو سیاستوال او سلاکار په توګه خو کم تر کمه باید محب د دغې موضوع پر یو اړخ غږېدلی وای، خو هغه خوله وازه کړه او د ملکیانو پر وژنه یې شروع وکړه او داسې اپلتې یې ووې، چې اصلاً یې له پوښتنې سره هیڅ ربط نه و. د یو حکومت چې د ملي امنیت په برخه کې مشاور دومره کم ظرفه وي، چې د یو خبریال پوښتنه سمه نشي اخیستی او که یې اخیستی شي، نو سمه یې ځوابولی نشي، نو د هغه حکومت به له سیاسي او جګړه ییزې اوضاع سره د سیاست تګلوری څنګه رغنده وي.
ماته که دا عجیبه وه، نو دا هم راته عجیبه شوه، چې د محب له خولې د ولسي وګړو د وژنې له تور لږ وروسته مې په اينډیپینډینټ کې د تاوتریخوالي پر وړاندې د عمل د ټولنې (AOAV) راپور ولوست، چې د ملګرو ملتونو د احصایې پر بنسټ چمتو شوی و. په دغه راپور کې ویل شوي وو، چې په افغانستان کې په وروستیو پینځه کلونو کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې په کچه کې څلوېښت سلنه ماشومان دي، چې ډېری يې د بهرنیو ځواکونو او افغان حکومت په هوایي بریدونو کې وژل شوي. ددغې راپور په وینا په دغو وروستیو پینځه کلونو کې ۱۵۹۸ ماشومان وژل شوي او ۱۸۵۵ نور ټپیان دي.
که څه هم په همدغه ورځ اسلامي امارت هم په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې یوازې د روژې د میاشتې په ۲۶ ورځو کې حکومت ۱۰۲ تنه ولسي وګړي شهیدان کړي، چې ښځې او ماشومان هم په کې شته، خو د اسلامي امارت ادعا که له دې امله یو څنګ ته کېږدو، چې د محب او د محب د مشرانو فریق دی، نو په ولسي جرګه کې د میدان وردګو د استازي خبرو سره څه وکړو، چې په ولسي جرګه کې یې په واز کومي د همدې اونۍ په سر کې نارې کړې، چې د حکومت هوایي ځواکونو په دې ولایت کې دوه ځایه په بمبار کې ماشومان شهیدان کړي. د ولسي جرګې استازی خو د محب خپل لاروی دی، نو چې هم د یو چا خپل لاروي نارې وهي، هم ملګري ملتونه نارې وهي او هم نړیوال بنسټونه، چې ولسي وګړو ته زیاته مرګ ژوبله حکومت او بهرنیو ځواکونو اړولې، نو محب ته کومه داسې لاره پاتې، چې سترګې پټې کړي او د ایتلافي حکومت د پوښتنې د ځواب پر ځای د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې پړه پر طالب ور واچوي. دا چې محب د ایتلافي حکومت په اړه د پوښتنې ځواب د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې پر تورونو ورکړ، نو دوه لامله یې دي، یو خو دا چې اصلاً محب د ایتلافي حکومت په اړه کم ظرفیته دی او هیڅ معلومات نلري او بله دا چې په پښتو کې متل دی، چې وایي د غل په ږیره خس وي، نو بویه چې د ولسي وګړو پر مرګ ژوبله ککړ محب ددې داغ د پاکولو لپاره هر ځای په خپله اتومات خوله چوله کوي او د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې پړه په طالب ور اچوي.

دا هم ولولئ  امریکا په افغانستان کې څه ډول نظام غواړي؟


زموږ په ویب پاڼه کې هره خپریدونکې لیکنه د لیکوال خپل نظر او تحلیل ده د ادارې توافق ورسره شرط نده
Close