تازه او عاجل خبر

د روژې په مبارکه مياشت کې د کابل ادارې ۲۰۵ هېوادوال شهيدان او ټپيان کړي

د اسلامي امارت وياند په يو خبر کې ويلي، چې د کابل ادارې عسکرو د افغانانو پر ضد د روانو جناياتو پر ترڅ کې ۲۰۵ تنو هېوادوالو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
نوموړي ويلي د کابل ادارې عسکرو د هېواد په مختلفو ولايتونو لکه ننګرهار، لغمان، کندهار، ميدان وردګ، کندز، غزني، هرات، فراه، غزني، دايکندي، جوزجان…کې۱۰۲ تنه شهيدان کړي او ۱۰۳ تنه نور يې ټپيان کړي دي.
هغه زياته کړې د عامو هېوادوالو د شهيدانو ولو ترڅنګ د کابل ادارې عسکرو د دوی ۱۸ کورونه او دوکانونه هم نړولي دي.
د کابل ادارې عسکر چې مجاهدينو سره يې د مخامخ جګړې توان له لاسه ورکړی او پخپلو ړندو بمباريو، توپچي ګذارونو او شپنيو عملياتو کې قصداً عام هېواد وال په نښه کوي، په شهادت يې رسوي او يايې ټپيان کوي.



د تازه خبرونو او ویډیوګانو لپاره د توره بوړه ویبپاڼې ټیلیګرام چینل درسره فالو کړئ 

https://t.me/TooraboraPashto

دا هم ولولئ  وحشي عسکرو لوګر کې د ملکي خلکو کورونه په توپونو ويشتي
Close