تازه او عاجل خبر

په امريکا کې وسله والو ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

 راپورونه وايي د امریکا په درېیو ایالتونو کې په وسله والو بريدونو کې ۱۲ کسانو ته مرګ اوښتې.
يوې بهرنۍ رسنۍ رویټرز اژانس راپور ورکړی، چې دا پېښې د نیویارک په ټایمز میدان، فلوریډا او مریلنډ ایالتونو کې رامنځته شوې دي.
ويل کيږي يو پېښه د امريکا نيو يارک ايالت کې رامنځته شوې، چې په پايله کې يې د يوې ۴ کلنې ماشومې په ګډون ۳ تنه ووژل شول.
راپور کاږي په یوه بله پېښه کې چې په فلوریډا ایالت کې رامنځته شوې ده په پایله کې یې څلور تنه ځای پر ځای وژل شوي دي او دغه راز په مریلنډ کې بیا یو وسله وال کس په یوه واړه پارک کې په خلکو ډزې کړې پنځه تنه يې مرګوني ټپيان کړي دي.
ويل کيږي بریدګر په تېښته بریالی شوی دی. لاتراوسه د يادو پيښو انګيزه نده څرګنده، خو پوليس وايي د پيښو د څرګندوالي او د عاميلنو د نيولو هڅې يې شروع کړي.
د امريکا د نوي ولسمشر جوبايډن له انتخاب وروسته په دغې هېواد کې وسله وال بريدونه زيات شوي، چې د لسګونو کسانو ژوند يې اخيستی.

دا هم ولولئ  ‏‎ننګرهار سرخرود ولسوالۍ کې ۲ پوستې سقوط شوي


د تازه خبرونو او ویډیوګانو لپاره د توره بوړه ویبپاڼې ټیلیګرام چینل درسره فالو کړئ 

https://t.me/TooraboraPashto

Close