تازه او عاجل خبر

په دوه جلا نښتو کې ۸ؤ پاکستاني پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان يوې خبري رسنۍ جيو نيوز خبر ورکړې، چې د دغې هېواد په بلوچستان ایالت کې وسله والو سره په نښتو کې د پاکستان د نيمه پوځ ايف سي ۸ کارمندان وژل شوي دي.
رسنۍ ويلي د ايف سي ځواکونو ته دغه مرګ ژوبله د بلوچستان په کويټه او تربت سيمو کې اوښتې ده.
د پاکستان پوځي ادارې ای ايس پي آر ويلي اولنې پيښه د بلوچستان په کويټه کې رامنځته شوې، چيرته چې وسله والو د ايف سي ځواکونو پر يوې پوستې بريد اوکړ ۳ تنه يې ووژل او يو تنه يې ټپي کړ.
ادارې زياته کړې دوهمه پېښه د پاک-ايران سره پوله نيږدې پرتې سيمه تربت کې رامنځته شوې، چېرته چې د ايف سي ځواکونه د معمول مطابق پر ګشت بوخت ول، چې وسله والو پرې ډزې وکړې.
سرچينې وايي په ياده پېښه کې څلور تنه مرګوني ټپيان شوي دي.
لا تراوسه کومې ډلې د يادو نښتو مسووليت پر غاړه ندی اخیستی.
ياده دې وي، چې تر دې وړاندې هم ډيورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د ايف سي ځواکونو ۶ تنه په يو بريد کې وژل شوي وو.
همدا رنګه نن دخیبر پښتونخوا په لکي مروت سیمه کې د پولیسو په موټر وسله وال بريد تر سره شوی، چې پايله کې د پولیسو یو افسر وژل شوی او یو سرتیری ټپي شوی او په ځوابي عملیاتو کې د وسله والو دیو مهم مشر په ګډون دوه تنه نور وژل شوي دي.

دا هم ولولئ  د کابل ادارې د هرات ولایت اُوبه ولسوالۍ طالبانو ته پریښودله


د تازه خبرونو او ویډیوګانو لپاره د توره بوړه ویبپاڼې ټیلیګرام چینل درسره فالو کړئ 

https://t.me/TooraboraPashto

Close