تازه او عاجل خبر

اسلامي امارت د کوچني اختر پر مناسبت درې ورځينی اوربند اعلان کړ

د تېر په څېر يو ځل بيا اسلامي امارت د يوې اعلاميې پر خپرولو سره د کوچني اختر پر مناسبت د درې ورځني اوربند اعلان وکړ.
د اسلامي امارت د ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټوېټر پاڼه خپره شوې اعلامیه کې راغلي، مجاهدين دې د اختر په دې ورځو کې پر مقابل لوري هېڅ تعرضي برید نه کوي،‌ خو که پر دوی برید وشو نو له ځانه دې په کلکه دفاع وکړي.
اعلاميې کې مجاهدينو ته سپارښتنه شوې چې “د دوښمن سیمو ته دې نه ورځي او د دوښمن افرادو ته دې هم اجازه نه ورکوي چې د دوی سیمو ته ورشي”.
د اسلامي امارت د اوربند اعلان داسې مهال دی، چې مجاهدينو يې د خلوص نيت په وجه د خپلو زندانونو يو شمير عسکر هم ازاد کړي.
په ټولنيزو رسنيو د اسلامي امارت لخوا  د بنديانو د خوشې کیدو او  اوربند اعلاميه د هېواد دننه او بهر د خلکو د پراخ مثبت غبرګون سره مخ شوې او  تود هرکلی يې کړی او د اسلامي امارت يادې کړنې يې ستايلي دي او په مخالف لورې يې غږ کړی، چې نور د جګړې نه لاس په سر شي او د سولې خبرو ته کيني.

دا هم ولولئ  فارياب شيرين تګاب کې ۳۲۰ تنه عسکر مجاهدينو ژوندي نیولي


د تازه خبرونو او ویډیوګانو لپاره د توره بوړه ویبپاڼې ټیلیګرام چینل درسره فالو کړئ 

https://t.me/TooraboraPashto

Close