تازه او عاجل خبر

کندهار کې د دښمن يوه چورلکه غورځېدلې

راپورونه وايي د کندهار په هوايي ‌‌‌‌‌‌ډګر کې یوه چورلکه، چي له ارغستان ولسوالۍ څخه یې ټپيان را انتقالول لوېدلې.
د کندهار په هوايي لواء کې يوې سرچينې رسنيو ته ويلي دغه چورلکه نن ماښام ناوخته د کندهار په هوايي ډګر کې د تخنيکي ستونزو له امله غورځېدلې.
ويل کيږي په پېښه کې د چورلکي يو پيلوټ ټپي شوي دي.
د يادې چورلکې نسکورېدل داسې مهال دي، چې تر دې وړاندې مارچ مياشت کې هم د کابل ادارې يوه بلک هاک چورلکه هلمند ولایت کې د ۲۱۵ ميوند قول اردو سره نيږدې غورځېدلې وه، چې د يو پيلوټ په ګډون پکې د کابل ادارې ۷ تنه کارکوونکي ټپيان شوي وو



د تازه خبرونو او ویډیوګانو لپاره د توره بوړه ویبپاڼې ټیلیګرام چینل درسره فالو کړئ 

https://t.me/TooraboraPashto

دا هم ولولئ  ننګرهار کې مجاهدينو د مزدور دښمن يوه پوسته کړې
Close