سیاسي لېکنې

جهاد او مبارزه چې هر څوک ناروا ګڼي باید ووژل شي!

لیکوال: رحمت شېنواری

کله چې د یو نظام پر ضد څوک راپاڅیږی ، وسله واله مبارزه یا جهاد کوي، یا د مظاهرو له لارې د نظام له مینځه وړل غواړي دا د یو ظالم سیاسي نظام، دا د یو غیرې شرعي نظام پر ضد روا او معقوله بر حقه لار او مبارزه ده.
هر نظام هله مشروع کیدای شي چې د هیواد د ولسونو دود دستور او دخلکو د عقیدو برابر نظام جوړ کړي، د غربیانو او د کفارو په وینا جمهوریت یا دموکراتیک نظامونه او د مسلمانو ټولنو او اسلامپالو په خوښه باید شرعي اسلامي نظامونه جوړ شي .
د کفري نظامونو د بنسټونو د له مینځه وړلو لپاره باید مجاهدین له چا سره مبارزه وکړي او له مینځه یې یوسي؟ یوازې پوځي قرارګاوی له مینځه یوسي، مالي سرچینې یې وچې کړي، پوځیان په نښه کړي، لوړ پوړي چارواکي یې ووژني ؟
دا هغه پوښتنې دي چې د نعمت روان د وژل کیدو وروسته زما په ذهن کې خطور کوي او راولاړی شوي دي.
تر هر څه لومړی باید دا واضحه شی چې جهاد د چا په مقابل کې تر سره کیږي؟
په هغو هیوادونو کې چې اسلامي وي، تسلط او واک یې د سیکولرانو په لاس کې وي، واک ته کفارو راوستي وي او په اسلامي هیواد کې یې د واک په ګدۍ کینولي او واکمن کړي وي، غیرې شرعي نظامونه وي چې د اسلامي قوانینو پیروی ونکړي، د کفارو تر مستقیم واک لاندې وي، کفارو پرې یرغل کړی وي او واکمنان هم هغوي په الوتکو او ټانګونو کې بار او واکمن کړي وي لکه په اوس مهال کې چې په افغانستان کې دي.
هر هغه څوک چې د اسلامي عقایدو خلاف عمل وکړي، هر هغه نظام چې د کفارو دود دستور او کلتور دلته را واردوي او هر هغه څوک چې د شرعي احکامو پرته د بل هیواد د قوانینو کاپي وکړي او بیا یې عملي کړي.
هر هغه اشخاص او افراد چې د اسلامي ګټو پرته ورته د نورو مذاهبو او هیوادونو ګټې ورته لومړیتوب ولري .
بل هغه رسنۍ چې د اسلامي حرکتونو، خوځښتونو، مجاهدینو او عقیدو پر ضد په ښکاره او پټ ډول پروپاګندونه کوي او د عامو ځوانانو او مسلمانانو ذهنیتونه خراب او تخریبوي ورسره جهاد لازم او فرض دی، چې له دې جملې نه یو هم نعمت روان، د طلوع تلویزیون پخوانی خبریال او په اوس مهال کې د مالیې وزارت د مطبوعاتو امر و چې څو ورځې وړاندي د مجاهدینو تر برید لاندې راغی او ووژل شو.
پر پوځیانو ، چارواکو، رسنیو او د اسلامي افکارو د تخریبونکي پر ضد مبارزه او جهاد یو شانتی دی هغه اشخاص، ډلې، ګروپونه او سازمانونه چې د اسلامي شعایرو پر ضد منسجم کیږي او له مینځه یې وړي په مقابل کې جهاد فرض عین دی.
اوس فکر وکړۍ چې نعمت روان د دوا خان د تره زوی و، ممکن چې نور د تره زامن هم ولري ، خو مجاهدین بیا ولې هغوی تر برید لاندې نه نیسي؟
روان په طلوع تلویزیون کې د سیاسي بحثونو د ګردي میزونو کوربه وو، او اوس یې تازه په مالیې وزارت کې دنده پیل کړې وه، تر څو د حکومت اقتصادي شیریانونه لا فعال د امریکا او غرب په مټو سیکولر نظام اقتصادي ستنې مضبوطې کړي.
روان هغه څوک و چې حکومت پرې حساب کتاب کوو، کوم بې طرفه شخص نه و، هغه د ځوانۍ یوه ستره برخه د اذهانو په تحریف کې لګولې وه او د طلوع نیوز له ستیج نه د ملت د یوې عظيمې او مقدسې داعیې خلاف د زهرجنو تبلیغاتو په نه بښل کېدونکې ګناه ککړ شخص و.
روان ساده افغان هم نه و، هغه د حکومت یو سیاسي مبصر و، له هغو الفاظو چې روان پخپلو خبرو اترو کې استفاده کوله هر څوک یې نشي کولې او نه یې پوښتلی شي، روان تل مجاهدین او علماء کرام د سي آی ای جاسوسان او پیره داران شمیرل او د افغانانو قاتلین یې ګڼل، د اوسنۍ ادارې د عسکرو ننګه یې کوله او تور یې لګوه چې طالبان پردي پال دي، آن د نه افغانانو خطاب به یې هم ورته کولو .
اوس د روان د ویر ژړا څوک کوي رسنۍ، مدنی فعالان، دولتي چارواکي او که عام افغانان؟
ولې دا خلک په هلمند، ارزګان، کندوز، کنړ، ننګرهار او د لغمان پر هغو ولسونو نه ژاړي کوم چې څو ورځې وړاندې په بمبار، چاپو او د کابل د ادارې په شپنیو چاپو او عملیاتو کې شهیدان شوي، خبره خکاره ده چې دوی د نظام ملاتړ کوونکي نه ول او روان د نظام ملاتړ کوونکی وو، معاش خواره خو ډیر دي، خو هغه د صلیبې جګړې په دوران کې د رامنځته شوي نظام لوړ رتبه معاش خور او ددې اجیر نظام فعال کارمند و، چې د سلګونه زره نورو کسانو په څېر یې ددې تالي څټي نظام د بقاء لپاره هڅې کولې، شپه او ورځ يې ددې نظام کړنو ته د توجیهاتو په لټولو د عامه اذهانو د ګمراه کولو ماموریت ترسره کاوه تبلیغات یې ورته کول اود نظام ملاتړی و.
د روان د تعلیم او ښایست پشان دومره زیات طالبان او علمای کرام په شهادت رسیدلي چې ګوته به ورته په غاښ کې ونیسۍ هک پک او حیران به شۍ ، د روان مرګ به دې له یاده ووځي چې ته ددغه عالمانو تعلیمي سندونه او تصویرونه وګورې، بیا به دې د روان او د هغه پشان هلکانو ته هیڅ پاملرنه ونه شي او بیا به ووایې چې رشتیا هم د اسلامي نظام د راوستو لپاره ډیرو ځوانانو، علمای کرامو، تعلیم یافته ځوانانو قربانۍ ورکړي او د هغو د قربانیو برکت دی چې نن امریکایان وځي او د یو سوچه اسلامي نظام لپاره به انشا ء الله چې ډبره کیښودل شي.
زه د داسې دنګو ځوانانو د شهادت شاهد یم چې لا عمرونه یې درویشت کلنۍ ته نه وه رسیدلي، د داسې تعلیم یافته طالب ځوانانو د شهادت شاهد یم چې نن نامزاد شوي او بیګاه شپي ته په شهادت رسیدلي، خپله نامزاده یې لا نه وه لیدلی، د داسې ځوانانو د شهادت شاهد یم چې، د پوهنتون د دویم کال محصل و او د پوهنتون سند یې لا کورنۍ نه وو لیدلی.
هر هغه څوک چې ما وژني، زما خاوره اشغالګرو ته ورسپاري، د اشغال دوام غواړي د اسلامي افکارو د ترویج ضد پروپاګند کوي، د افغاني ټولنې د ځوانانو افکار فرسوده او خرابوي د هغوی وژنه حلاله ده، ددغه نظام د بقاء لپاره چې څوک هلی ځلې کوي، ژبې یې باید کټ او غوڅې شي، تنه یې له سر نه جدا شي، موټر یې په بم والوزول شي چې غوښې یې هم پیدا نشي ، د پروپاګند او تبلیغاتي ژبې باید کټ شي، کوم چې د اسلامي ټولنې قوانین تر پخو لاندې کوي، تر څو د اشغالګرو ملاتړ ونکړي او له هغوی لاس واخلي لکه پدې ورستیو کې چې په هلمند، ارزګان، لغمان، کندوز او ځینو نورو ولایتونو کې د کابل د ادارې د اردو افسرانو او سرتیرو د نظام د لیکو له ملاتړ نه لاس واخیست او مجاهدینو ته تسلیم شول.

دا هم ولولئ  امریکا په افغانستان کې څه ډول نظام غواړي؟


زموږ په ویب پاڼه کې هره خپریدونکې لیکنه د لیکوال خپل نظر او تحلیل ده د ادارې توافق ورسره شرط نده
Close