تازه او عاجل خبر

کندهار او غور کې مجاهدينو ۱۳ عسکر وژلي

 ‏راپورونه وايي دکـنـدهـار ولایت بولدک ولسوالۍ د تورکوتل اړوند سیمه کي تېره شپه مجاهدينو په يو بريد کې د قومندان امیر په ګډون ۴ تنه عسکر وژلي او یو بل تن یې ژوبل کړې او د هغوی کرولا ډوله موټر یې لمينځه وړې.
‏همدا راز تېره شپه د غور ولایت مرکز فیروز کوه مربوط په تیلک کاسي سیمه کې هم مجاهدينو یوه پوسته فتحه کړې او د قومندان عبدالرحمن په شمول يې ۳ عسکر  قتل کړي.
اسلامي امارت ياد بريدونه تاييد کړي او ويلي يې دي د عسکرو د وژلو ترڅنګ ۵ میله وسلې او مهمات هم د مجاهدینو لاس ته ورغلي.



د تازه خبرونو او ویډیوګانو لپاره د توره بوړه ویبپاڼې ټیلیګرام چینل درسره فالو کړئ 

https://t.me/TooraboraPashto

دا هم ولولئ  چريکي مجاهدينو کابل ښار کې يو جنرال وژلی
Close